کابل کې د ورزشي خبریالانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

کابل کې د ورزشي خبریالانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

د جولای میاشتې دوهمه، چې د ورزشي خبریالانو نړیواله ورځ ده، د افغانستان اُلمپيک ملې کمېټې په یو لړ خاصو مراسمو سره ونمانځله.
په دې خاصو مراسمو کې د بدنې روزنې ریاست عمومې رییس او د اُلمپيک ملې کمېټې منتخب رییس ډاکټر حفیظ الله ولي رحیمي، د اُلمپيک د رهبرۍ پلاوي، د بدني روزنې ریاست کارکونکو، ورزشي خبریالانو، ورزشي انځور نیونکو او ورزشي لیکوالانو ګډون کړی وو.
په پيل کې ډاکټر حفیظ الله ولې رحیمي ورزشي خبریالانو ته د نړیوالې ورځې مبارکې وویله او د ورزش په برخه کې یې د افغان ورزشې خبریالانو له هڅو او د ورزشي سیالیو له پوښښ څخه مننه وکړه.
ښاغلې رحیمي په ټولنه او رسنیو کې د ورزشې خبریالانو شتون مهم وباله او ورزشي خبریالانو ته د زیاتې پاملرنې غوښتونکی شو.
د مراسمو په دوام فریدالله محمدي او نعمت الله رحیمي، چې د هیواد تکړه ورزشي خبریالان دي هم خبرې وکړې.
دوی د هیواد له ورزشې ادارې څخه مننه وکړه، چې ویې ستایل.
 دوی دا ډول پروګرامونه د ورزشې خبریالانو د پرمختګ او ودې لپاره مهم وبلل او له اړوندو مسوولینو څخه یې وغوښتل، چې ورزشې خبریالانو ته خپل پام لا زیات کړي.
دا مراسم د افغانستان په اُلمپيک ملې کمېټه کې ترسره شوه، چې په پای کې ورزشي خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
د جولای میاشتې دوهمه نېټه هر کال په هیواد او بهر کې د ورزشي خبریالانو د نړيوالې ورځې په نوم بیلابیلو مراسمو سره نمانځل کیږي

Add a comment

*Please complete all fields correctly

Related Blogs