د بورد اجرايي ،د۲۰۲۱ کال المپيک د ملي کميټې لومړۍ غونډه ونيول شوه.

د بورد اجرايي ،د۲۰۲۱ کال المپيک د ملي کميټې لومړۍ غونډه ونيول شوه.

د بورد اجرايي ،د۲۰۲۱ کال المپيک د ملي کميټې لومړۍ غونډه ونيول شوه.
دا غونډه د ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي په مشرۍ،د المپيک د ملي کمېټې انتخاب شوي رئيس او ددې اجرايي بورد د ټولو غړو په حضور کې ، د تېر کال لاس ته راوړو کړنو او د ۲۰۲۱ز د المپيک د ملي کمېټې د پلانونو په اړه جوړه شوه.
ښاغلي ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي په خپلو خبرو کې ، ۲۰۲۰ ز کال د ورزش لپاره ستونزمن وګانه ، خو مګر دا چې پدې کال کې په هېواد کې له ۵۰ ډېرې ورزشي برنامې د المپيک د ملي کمېټې په ملاتړ تر سره شوې ، د ورزش لپاره د لاس ته راوړنو کال، او د فدراسينونو د ظرفيت د لوړوالي لپاره يو کال وګاڼه .
له بلې خوا ډاکټر يونس پوپلزي، د المپيک د ملي کمېټې د جنرال سکرتر په ټوليزه توګه،د ۲۰۲۰ز کال هغه برنامې او داخلي سيالۍ او بين المللي رویدادنه چې ورزشکارانو د المپيک د کمېټې په ملاتړ ورته لاسرسۍ پيدا کړئ وو، وړاندې کړل .
روبينا جلالي ،د مجلس د نمايندګانو غړې ، دښځو د المپيک معاونې او د اتلتيک د فدراسيون رئيس ،دا چې بوديجه ځانګړې شوې او د المپيک ملي کمېټې په سمه او ګټوره توګه مصرف کړې خوښي څرګنده کړه.
په دوام کې ښاغلي ډاکټر پوپلزي د ۲۰۲۰ز کال د مالي مصرف ،او ۲۰۲۱ ز کال مالي پلان ،۲۰۲۱ز کال برنامو، د۲۰۲۱ز کال توکيو المپيکي لوبو لپاره چمتوالی، د صالون دننه لوبو، اسلامي هېوادونو پورې تړلو لوبو،د اسيا د ځوانانو لوبو،د اسيا ساحلي لوبو، دورزش د پرمختګ برنامو او سياليو لپاره په راتلونکي کال کې معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي اجمل غني د ولسمشر مشاور او همدارنګه د اسيايي المپيک د اجراييې د شورا نورو غړور په خپلو خبرو کې د ورزشکارانو لپاره په بيلابيلو رشتو کې د فدراسيونو لخوا معلوماتو,database, د وړاندې کولو د ځاي جوړولو ،له ورزشکارانو څخه ډېر ملاتړ،د زونونو معلومول او برنامو جوړولو او د زونونو او ولايتونو په سطح سيالۍ واړنديز کړې ،چې د داجراييه بورد د غړو لخوا تاييد شوې.
په پای کې تصميم ونيول شو، چې هرې دوې مياشتې وروسته د اجراييه بورد غونډه د المپيک د کړنو په اړه ونيول شي، او همدارنګه وړاندیز وشو ، چې فدراسينونه اړ دي،چې د ځوانانو ټيمونه جوړ کړي او د ورزشکارانو د ظرفيت د لوړوالي او کمپونو په تدوير کې او د ولايتونو او زونونو په سطح په برنامو او سياليو جوړولو هم کار وشي.

Add a comment

*Please complete all fields correctly

Related Blogs