د ملي المپیک کمیټې د روزونکو او لوبغارو لپاره د انګلیسي ژبې د روزنې لومړی پړاو کورس نن پای ته ورسید.

دغه کورس د ملي المپیک کمیټې په مرکز کې د محمد مصطفی سید زاده لخوا د سپورت فدراسیون روزونکو په ګډون د نهو میاشتو لپاره د اکتوبر څخه تر جون میاشتو پورې پلی شو.
د ملي المپیک کمیټې تاکل شوی رییس ډاکټر حفیظ الله ولی رحیمي د کورس د بریالي بشپړیدو په اړه ګډونوالو ته مبارکي وویله او د روزونکو او فدراسیون مشرانو لپاره یې مهم وبلل چې د نړۍ د سپورتي بنسټونو سره په اغیزمنه توګه خبرې وکړي.
ښاغلي رحیمي هم ډاډ ورکړ چې د کورس راتلونکي پړاو به هم ترسره شي.
د ملي المپیک کمیټې سکرتر جنرال ډاکټر یونس پوپلزي وویل چې د هیواد د سپورتي بنسټونو شاته پاتی کیدل یو لامل د انګلیسي ژبې د پوهې نشتوالی دی او د کورس د دوام په اړتیا یې ټینګار وکړ.
گدونکونکو د انګلیسي ژبې کورس په لاره اچولو لپاره له ملي المپیک کمېټې څخه مننه وکړه او وویل چې ددی کورس په لاره اچول دیر ګټور وو.

Add a comment

*Please complete all fields correctly

Related Blogs