ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د افغان لوبغاړو سره چې د ټوکیو المپیک سیالیو کې برخه اخیستی وه لیدنه وکره.

ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د افغان لوبغاړو سره چې د ټوکیو المپیک سیالیو کې برخه اخیستی وه لیدنه وکره.

ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د افغان لوبغاړو سره چې د ټوکیو المپیک سیالیو کې برخه اخیستی وه لیدنه وکره.
دا لیدنه چی د ارگ چارچنار قصر کې ترسره شو او دهیواو لومړی میرمن هم ګدون درلود لومړی د بدنې روزنې او سپورت عمومي رییس او د المپیک ملي کمیټې ټاکل شوی ریس ډاکټر حفیظ الله ولي رحیمي د توکیو المپیک کې د افغان لوبغاړو د ګډون په اړه یو مکمل راپور وړاندې کړ.او د ولسمشر ریس جمهور ملاتر څخه یې مننه وکړه او د سپورتونو هراړخیز پرمختګ لپاره یې خپل وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د بدنې روزنې او سپورت د ستراتیژۍ په پلي کیدو سره ، زموږ په هیواد کې سپورتونه د پام وړ وده وکري او افغان لوبغاړي به په 2024 کې د پاریس لوبو کې نور هم وځلیڔی.

وروسته بیا ولسمشر زیاته کره چې دا یو ډیر د ویاړ ځای دی ، چی افغان نارینه او ښځینه لوبغاړى د افغانستان د ویاړلي بیرغ سره یوځای نړۍ ته مساوات پیغام ورکوي او دا چې افغان نارینه او ښځینه یوځای ولاړ دي دا بیرغ به د تل زلانده پاتې وي او زموږ د ملت اراده به تل قوي وي.

هغه زیاته کړه چې پدې شرایطو کې ، په نړیوالو لوبو کې د برخه اخیستونکو افغان لوبغاړو ارزښت دا دی چې دوی د ژوند ، روغتیا او ملي ارادې پیغام ورکوي ، لکه څنګه چې د طالبانو لخوا دویجاړ او مرګ پیغام ورکول کیڔی.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې وینا په پای کې ، د بدنې روزنې او سپورت عمومي رئیس هڅې وستایلې او د خپل دوامداره ملاتړ ډاډ یې ورکړ ، او زیاته کره چې د سپورت ستراتیژۍ پلي کولو لپاره باید هڅه وشي ، ځکه خلک ډیر په سپورتونو او لوبغارو لیواله دي.

Add a comment

*Please complete all fields correctly

Related Blogs