د میدان وردکو ولایتوالیبال سیالی د باری کابل لوبدلی په ګټه پای ته ورسیدی
دغه سیالی چه له دریو اونیو راهیسی د میدان ورزشی جمنازیوم کې د کابل او میدان وردکو ولایت غوره لوبدلو تر منځ روانی وی نن پای ته ورسیدی
په دغو سیالیو کې د کابل او میدان وردکو ولایت 32 والیبال لوبدلو ګدون کړی وو چه نیمه پای لوبو ته د نسوزایو سپین غر الف باری کابل او سپين غر ب لوبدلو لار موندلی وه چه نن یی لوبی ترسره شوی
یادو سیالیو کې د پای لوبه د باری کابل او سپين غر میدان ښار تر منځ نن 03:00 بجی پيل او لوبه 3/1 د باری کابل لوبدلی په ګته پای ته ورسیده چه د سیالیو اتلولی خپله کړه
د سیالیو لومړی مقام باری کابل دوهم مقام سپين غر الف او دریم مقام سپين غر ب لوبدلی تر لاسه کړ
د مراسمو په پای کې په ګټونکیو لوبدلو ګپونه مدالونه او ستاینلیکونه وویشل شول
هیره دی نه وی چه دوه اونی ورسته به بیا دغه شان سیالی په لار اچول کیږی
پای کې مننه کوم له ملګرو جه همکاری یی راسره وکړه او سیالی په ښه توګه پای ته ورسیدی
مننه