اسکي مسابقه ((د سولې او ملګرتیا جام)) په نوم په بامیانو کې تر سره شوه.

اسکي مسابقه ((د سولې او ملګرتیا جام)) په نوم په بامیانو کې تر سره شوه.

د اسکي مسابقه ((د سولې او ملګرتیا جام)) په نوم په بامیانو کې تر سره شوه.
دغه مسابقه د شهید مزاري د اسکي په پارک کې، چې د بابا د غره په لمنو کې بروت دی د ۶۱ تنه نارینه او ښځینه لوبغاړو په ګډون په درې ډلګیو کې د اسکي عقاب ورزشي کلپ له خوا د ددغه ولایت د ورزشي امریت په مرسته تر سره شوه.
د دغې مسابقې موخه یوالی او همغږي، د سولې د پیغام لیږد، د زمنیو لوبو دودول او د بامیانو د ولایت د طبیعي ښکلاوو پېژندنه وه.
په دغې مسابقه کې په ښځینه لوبغاړو کې زهرا نوري، سحر او سومان په تنکیو ځوانانو کې محمدامین، یحی او مرتضی او په ځوانانو کې بیا مجتبی، محسن او ستار په ترتیب سره لومړی، دوهم او درېیم ځایونه خپل کړل.

Related Blogs