افغانستان د آسیا په اتلولیو سیالیو کې نهم ځای خپل کړ.

افغانستان د آسیا په اتلولیو سیالیو کې نهم ځای خپل کړ.

افغانستان د آسیا په اتلولیو سیالیو کې نهم ځای خپل کړ.

د ملي المپیک کمیټې مشرتابه نن د وزن پورته کولو ملي فدراسیون له رییس او لوبغاړو سره لیدنه او خبری وکری.
په پیل کې ، د وزن پورته کولو فدراسیون رییس ښاغلې اعظم کوهي د آسیا اتلولۍ سیالیو کی چې د ۱۶ اپریل څخه تر ۲۸ پورى د ۲۵ هیوادونو په گدون د تاشکند په کوربه توب ترسره شوی وی مفصل راپور وړاندې کړ ، او د المپیک ملي کمیټې د همکارۍ څخه مننه وکړه.

لوبغاړو د المپیک ملي کمیټې د همکارۍ له امله مننه وکړه او د اولمپیک مشرتابه ته یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

ډاکټر یونس پوپلزي د ملي المپیک کمیټې سکرتر جنرال ،لوبغاړو ته د آسیا اتلولیو سیالیو کې د نهم مقام ګټلو له امله مبارکي وویله او دوی ته یې د 2024 او 2028 المپیک لوبو کې د وزن پورته کولو په برخه کې د اولمپیک ملاتړ ډاډ ورکړ.

په پای کې ، د آسیا په اتلولیو سیالیو کې د فدراسیون د رییس او د وزن پورته کولو اتلانو هڅو لپاره ستاینلیکونه ورکړل شول.

Add a comment

*Please complete all fields correctly

Related Blogs