د کابل باسکټبال ټیم د ښځینه باسکټبال انتخابي سیالیو لسم پړاو اتلولي ترلاسه کړه.
دغه سیالۍ چې پنځه ورځې وړاندې د کابل الف او کابل ب ، هرات ، غزنی ، بامیان ، کندهار او بلخ باسکټبال ټیمونو په ګډون په کابل کې ترسره شوې وې ، نن د هرات او کابل الف ټیمونو په لوبو سره پای ته ورسیدې.
په پای کې ، د کابل الف انجونو اتلولي ترلاسه کړه او د هرات او کندهار ولایتونو ټیمونو په ترتیب سره دویم او دریم ځای خپل کړ.